نړۍ

په پيښور کې دامريکا دقونسلګرۍ ددوو تنو سيمه ئيزو کارکوونکو وژل کيدل .

پيښور باختر د کب  دولسمه :
دامريکا دبهرنيو چارووزير جان کري پرون وويل چې په پيښور ښار کې دامريکا دقونسلګرۍ دوه تنه سيمه ئيز کارکوونکي دچاودنې له امله وژل شوي دي
له واشنګتن څخه داسوشيتد پرس دخبري اژانس دخبر له مخي :دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري په دغه وزارت کې دخبرو په ترڅ کې وويل چې دغه دوه تنه کارکوونکي له يوشمير نورو پاکستاني پوځيانو سره دبم دچاودنې له امله وژل شوي دي
دامريکا دبهرنيو چارو وزير زياته کړه چې پاکستاني پوځيانو دامريکايي هئيت ساتنه کوله .
  ده ددغې وژنې له امله دخپګان په څرګندولو سره عاملين يې وغندل .
جان کري ددغې پيښې په باره کې زيات جزئيات وړاندې نه کړل او دهمدې خبر له مخې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت نور مقامات په دې باره کې دنظر څرګندولو ته حاضر نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته