کابل باختر دوږي ٢٥
ولسي جرګې دوو کانديد وزيرانو او دملي امنيت لوى رييس ته دباور رايه ورکړه .
دباختر اژاسن دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې نن دولسي جرګې درييس عبدالروف ابراهيمي او دخلکو د ٢٤١ تنو استازو په شتون جوړه شوه، لومړۍ کانديد وزيرانو خپل کاري پروګرامونه بيا کړل او وروسته رايه اخستنه پيل شوه .
په نتيجه کې يې دکورنيو چارو وزارت کانديد وزير لوى پاسوال غلام مجتبى پټنګ د ١٢٩ تاييدي رايو د ٩٢ رد رايو نهه باطلو رايو او د يوولسو سپينو رايو په ترلاسه کولو سره ، دملي امنيت دلوى رياست کانديد وزير اسد لله خالد د ١٤٣ تاييدي رايو ٧٨ رد رايو نهو باطلو رايو او د ١١ سپين رايو په ترلاسه کولو سره او دملي دفاع وزارت کانديد وزير سترجنرال بسم الله محمدي د ١٢٤ تاييدي رايو ٩٨ رد رايو اته باطلو رايو او د ١١ سپينو رايو په ترلاسه کولو سره دکورنيو چارو ، دملي امنيت لوى رياست او دملي دفاع وزارت ته لاره پيداکړه
خو دسرحدونو قومونو قبايلو دچارو وزارت کانديد وزير حاجي عزيز الله دين محمد د ١١٧ تاييدي رايو د ١٠٨ رد رايو اته باطلو رايو او اته سپينو رايو په ترلاسه کولو سره ونه کړى شول دغه وزارت ته لاره پيداکړي .
1 1 دقیقه لوستل