روغتیا

دعامې روغتيا وزارت مقامات وايي چې په بدخشان کې دځمکې ښوئيدنې له امله رامنځته شوې روغتيايي ستونزې څيړلې شوې دي.

 کابل باختر دثوردمياشتې ٢٥ :
دعامې روغتيا وزارت  مقامات وايي   چې دبدخشان ولايت دارګو ولسوالۍ دآب باريک زيانمې شوې سيمې ته دروغتيايي ټيمونو په استولو سره  ددغې پيښې له
امله  رامنځته شوې روغتيايي ستونزې څيړلې شوې دي.
دعامې روغتيا وزارت يو خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ : ددغه وزارت مسوولينودځمکې ښوئيدنې په هغې پيښې په خبريدوسره چې  دروان کال دثور دمياشتې  په دولسمه نيټه دبدخشان ولايت  دارګو ولسوالۍ په آب باريک  کلي کې رامنځته شوه په هماغې ورځ  پنځه روغتيايي ټيمونه  اوشپږ نور روغتيايي ټيمونه په دويمه ورځ دپيښې ځاى ته واستول او دډول ډول  روغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولو سره  دټپيانو  اودسيمې دنورو اوسيدونکو روغتيايي حالت تر کنترول لاندې لري .
استول شويو ټيمونو په تيرو ورځو کې  روغتيايي فعاليتونه  له دې جملې څخه دواکسيناسيون  خدمتونه ، دناروغانو  دپانسمان ، روغتيايي تعليماتو دوړاندې  کولو ، دقابلګۍ دخدمتونو دوړاندې کولو ، دخوارځواکۍ له پلوه دماشومانو دڅيړنې اودرملنې  ، درواني –  ټولنيزو سلامشورو د ورکولو دخدمتونو وړاندې کول ، دامبولانس په واسطه دعاجلو ناورغانو دليږدونې  او ددغې سيمې اوسيدونکو ته نور روغتيايي او وقايوي  خدمتونه وړاندې کړي دي  اوپه سيمه کې دناروغيو دخپريدو له امله  درامنځته شويو احتمالي پيښو مخه يې نيولې  ده .
همدا  اوس داستول شويو ټيمونو فعاليت په آب باريک سيمه  کې متمرکز دى او ديوه بشپړ روغتيايي مرکز په کچه  خدمتونه وړاندې کوي.
دعامې روغتيا وزارت دميندو اوماشومانو دروغتيا دتامينولو لپاره په دغه ځاى کې په ماشومانو اوښځو  دواکسين دتطبيق په مقصد دواکسيناسيون ثابت مرکز  جوړ کړى دى  او دواکسين يو تشديدي پروګرام  چې له يو کلنۍ څخه ښکته  ماشومانو نهه ګوني واکسينونه  او  له پنځلس کلنۍ څخه ترپنځه څلويښت کلنۍ پورې په ښځو  ټي ټي واکسين     پکې شامليږي په آب باريک کلي او په دهغه په اتو  ګاونډيو کليو کې تطبيق کړي دي .
ټاکل شوې ده په راتلوونکو  ورځو کې  په دې سيمه  کې  له شپږمياشتنۍ څخه تر څوارلس کلنۍ پورې   په ماشومانو  دشيري يو پروګرام هم عملي شي .
دغه راز دماشومانو د خوړو د  خدمتونوپه برخه کې تراوسه  پورې  له  سپږ مياشنۍ څخه تر پنځه کلنۍ پورې   پنځه سوه څلور شپيته تنه ماشومان دخوار ځواکۍ له پلوه څيړل شوې دي  چې له دې  جملې څخه   پنځلس تنه ماشومان په سختې  خوارځواکۍاخته او اته ديرش تنه ماشومان په منځنۍ  خوار ځواکۍ اخته پيژندل شوي او تداوي شوي دي او هم  دميندو او ښځو  دخوړو دحالت دښه  والي لپاره جدي اقدامات شوي دي .
دسيمه ييزې روغتيا په برخه کې  بيځايه شويو کسانو ته دروغتيا ساتنې اونظافت
تعليمات دخيمې په خيمې  په ډول ترسره شوي دي  اودسيمې دڅښاک داوبو سرچينې په څيړنې  اوټسټ سربيره  په منظم او دايمي ډول کلوريشن کيږي .
ددغې پيښې له امله درامنځته شويو فشارونو  دکمښت په مقصد  دسيمې  ١٧٣تنوښځو او نارينه و  ته درواني مشورې ورکولو اوملاتړ څوارلس ګروپونه  جوړشوي دي چې کار يې دڅلورو تنو ټولنيزو  رواني سلاکارانوله خوا پرمخ بيول کيږي  او هم درې سوه لسو تنو نارينه و او دوه سوه شپږ اتيا تنو ښځو دجلاجلا غونډو په ترڅ کې رواني تعليمات او درواني فشارونو دکمښت دڅرنګوالي لارې چارې زده کړې دي   او هم  د هغو څه دپاسه څلور سوه تنو ماشومانو په مستقيم ډول  له دغې پيښې څخه زيانمن شوي دي لازم رواني او ټولنيز ملاتړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته