کابل باختر دوري ديرشمه :
د ډار اچوونکو يو قوماندان پرون د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ په آق بلاق کلي کې ووژل شو.
د فارياب د مطبوعاتي دفتر مسوول عبدالکريم يورش د باختر آژانس خبريال ته وويل: د نويد تر نامه لاندې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې د فردوس په نوم د ډار اچوونکو يو قوماندان ووژل شو او دوه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
0 د یوې دقیقې څخه لږ