اقتصاد

د وزيرانو شورا اقتصادي کميټې غونډه وکړه

کابل باختر دسلواغي   يوولسمه

 د وزيرانوشورا داقتصادي کميټې  غونډه نن له غرمي وروسته د جمهور رييس دمرستيال   او ددغې کميټې درييس  محمد کريم خليلي په مشرۍ  جوړه شوه .

 د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .

  په دې غونډه کې   لومړي دکورنيو صنايعو  دملاتړ دپاليسي  طرحه چې دسوداګرۍ اوصنايعو  وزارت له خوا  برابره شوې وه  په هراړخيزه اومفصله توګه  وڅيړل شوه  او خبرې  پري وشوې .

  دسوداګرۍ او صنايعو دوزير  د څرګندونو له مخې ،  ددغې پاليسي دطرحې  هدف دکورنيو او خدماتي صنايعو دودې او پرمختيا  دبهير  ګړندي کول دي  چې  تطبيق به  يې  دهغو کسانو  دژوندانه دکچي  دښه والي  سبب شي  چې د بي وزلي  له کرښي څخه  ښکته دي .

 ددغې پاليسي په طرحه کې دغاليو ، کشميري ، دکرنيزو موادو ،  قيمتي ډبرو ، مرمر ډبرو او دساختماني موادو په ګډون  صنايعو ته  زياته پاملرنه  شوې ده .

 دکورنيو صنايعو  دملاتړ دپاليسي دطرحې تطبيق به د ګرځندوي  ، ترانسپورت  ، نساجي ، سپکو صنايعو او دترانزيت په ګډون  دنورو صنايعو  د پياوړتيا  سبب  هم  شي .

   داقتصادي کميتې  غړو دصادراتو په زياتوالي ، دوارداتو دکمښت ، دکار دپيداکولو ،  دکورنيو صنايعو دملاتړ دبانکونو دجوړولو او دمالياتي قوانينو په آسانه کولو ددغې طرحې  داغيزو د څرنګوالي په باب  خپلې يو لړ نظريې  اووړانديزونه  طرحه کړل .

  کميټې  دکورنيو صنايعو  دملاتړ دپاليسي  دطرحې  ارزښت ته  په پاملرنې سره  ،  غړي  مکلف کړل  چې په راتلونکي غونډه کې  ددغې طرحې  دلازياتي  بډاينې په لاره کې  خپلې  بشپړتيايي نظريې  دسوداګرۍ او صنايعو  له وزارت سره شريکي کړي  چې په اقتصادي کميټه کې  بيا وڅيړل شي .

 وروسته  کميټې له اندازې څخه  زيات دغوښي  دلګښت له امله درامنځته شويو اغيزو  ،  دناروغو څارويو دواردولو او له بهر څخه  د حلالولو  وړ  څارويو دپيرودنې په مقصد د پانګي  د تيښتي  په باب  خبرې وکړې .

 کميټې  دغه موضوع  دڅارويو دروزنې دسيستم  دپياوړتيا ، دغوښي له امله درامنځته شويو ناروغيو د خپريدو دمخنيوي  ، دناروغو څارويو دحلالولو او دژوندانه دچاپيريال دککړتيا دکمښت له پلوه  وڅيړله  او په دې اړوند يې  دعامې روغتيا او د کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو ، کابل ښاروالۍ او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي اداري  داستازو په ګډون  يو کميسيون ته  دنده وسپارله  چې موضوع  له اقتصادي  ، روغتيايي  او دژوندانه دچاپيريال  له پلوه  وڅيړي . او په دې اړوند دى  دلنډ مهال  ، منځ مهال او داوږد مهال حل  لاره  اقتصادي کميټې ته  وړاندي کړي .

  دغه راز کابل ښاروالۍ  او دژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره  مکلفي شوې  چې له انداز ې څخه د زياتي غوښي دکارولو له پلوه  درامنځته شويو  زيانونو په برخه کې دتلويزيون  او د ډله ئيزو اطلاعاتو دنورو وسايلو له لارې  خلکو ته  معلومات ورکړي .

  دغونډې دکار په دوام  کميټې  دافغان کرستال  نيچر ريسور سز  کمپني  دماشين آلاتو او تجهيزاتو دګمرکي محصول  د معافيت په اړوند  هم خبرې وکړې .

  کميټې  نافذو قوانينو او دماليې وزارت  موافقي ته  په پاملرنې سره  ددغې کمپني  ماشين آلات  او تجهيزات  چې  دکانونو درايستلو په لاره کې هيواد ته  واردوي  دلوګر ولايت  دعينکو دمسو دپروژې  په ګډون نوري ستري  کاني پروژې  له ګمرکي محصول څخه  معافي کړي .

  دوزيرانو شورا  اقتصادي کميټې  ددولتي ادارو  وړکتونونو  ،ښوونځيو ، روغتونونو او تجارتي ساحو  د ساتنې او څارنې  د پروپوزل  په باب  دنوى نظر دکولو په اړوند  کابل ښاروالۍ  او دماليې وزارت مکلف کړل  چې له يوبل سره  په تفاهم کې دى  موضوع  بشپړه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته