فرهنګ

له شپږو مستحقو خبريالانو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د  ثور  څوارلسمه :
دافغانستان دژورناليستانو دمالي ملاتړ صندوق شپږ تنه هغه خبريالان چې عاجلو درملنو ته اړتيا درلود نغدي مرستې  وکړې .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،د متقاضيانو غوښتنه دموظفې  کميټې له خوا وڅيړل شوه او هغو شپږو تنو خبريالانو چې سندونه يې بشپړ شوي و اوعاجلو درملنو ته اړتيا درلود دمرستې مستحق  وپيژندل شول او هغوى ته اختصاص شوي پيسې  دصندوق درهبري  دهئيت په شتون ورکړى شوې .
دکابل ټايمز  ورځپاڼې خبريالې شکريې چې له څه مودې راپديخوا دسرطان په ناروغي اخته وه دنورو په استازيتوب دصندوق دمرستې له ترلاسه کولو وروسته له جمهور رييس غني څخه ددغه صندوق او دصندوق له رهبري  هيئت څخه ددوى دمرستې په خاطر   چې په داوطلبانه توګه درسنيو دکورنيو په خدمت کې دي مننه وکړه .
ديادونې وړ ده چې له ژورناليستانو څخه دمالي ملاتړ صندوق  دتوان تر حدودو پورې دخبرر سولو لپاره داړو خبريالانو او دشهيدانو دکورنيو ملاتړ کوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته