ورزش

په نړيوالې درجه بندۍ کې دافغانستان دفوټبال دملي ټيم داوو درجو لوړيدل

کابل  باختر د چنګاښ   نولسمه :
دافغانستان دفوټبال  ملي ټيم په  نړيواله درجه بندي کې داوو درجو په لوړيدو سره دنړۍ يوسلو دوه ديرشمې درجې ته ورسيد .
مخکې له دې  دافغانستان دفوټبال ملي ټيم دفوټبال دنړۍ په يوسلو نهه ديرشم رديف کې و .
  په دې درجه بندۍ کې زموږ دهيواد دفوټبال  ملي ټيم په اسيا کې هم ددوو درجو په لوړيدو سره نولسم قدرتمند ټيم بلل شوى دى .
دغه لوړوالى په ښکاره په ورستيو  دوستانه لوبو کې دافغانستان دفوټبال دملي ټيم له برياليتوب اوبرابرى او هم زموږ دهيواد دملي ټيم لپاره دروسيې دنړيوال جام په مقدماتي سيالۍ کې دکمبوديا  په وړاندې له برياليتوب وروسته ترلاسه شوى دى .
  په دې ترتيب  دافغانستان دګاونډيانو ترمنځ يواځې ازبکستان او چين زموږ دهيواد دملي ټيم په نسبت لوړ مقام لري .
هندوستان هم په دې نوې درجه بندۍ کې دنړۍ  يوسلو نهه پنځوسم پياوړى ټيم او په اسيا کې اته ويشتم ټيم دى .
  په نوې نړيواله درجه بندۍ کې چې دنړۍ دفوټبال فدراسيون له خوا خپره شوه ارجنتاين ددوو دروجوپه لوړيدو سره دنړۍ له ډيرو پياوړو ملي ټيمونو په سرکې ځاى  ونيوه او دالمان او بلجيم  ملي ټيمونو په ترتيب سره دويم او دريم مقامونه وګټل .
په دې درجه  بندۍ  کې دفوټبال دنړۍ شپږم غوره ټيم برازيل  له  پرتګال څخه مخکې ځاى نيولى دى .
ددغې درجه بندۍ په زړه پوريوالي دفوټبال دنړى له اوسينو  ټيمونو څخه له لسمې درجې  څخه دولسمې درجې ته داسپانيا دملي ټيم رسيدلى دى .
دفوټبال دنړيوال  فدراسيون درجه بندي مياشت په مياشت دنړۍ دملي ټيمونو دبرياليتوبونو له مخې خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته