
کابل / د چنګاښ ۲۲ / باختر
د اوبولګولود یوې شبکې په جوړېدوسره د لومړي ځل لپاره لسګونوکوچې کورنیو په بغلان کې د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی ومومي.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغې شبکې په جوړولو کې ۲ میلیونو۴۰۰ زره افغانۍ لګوي.
دغه شبکه ټاکل شوې ده په پلخمري ښارکې تر۲نورو میاشتوپورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
هیله کېږي د دغې شبکې په ګټې اخیستنې سره ۱۴۵ کوچې کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک پاکو اوبوته لاس رسی ومومي .
-ع