امنیت

لغمان کې افغان امنیتي ځواکونو په دوو جلا اپراتیفي عملیاتو کې ۵۶ ماینونه نیولي دي.

کابل باختر د سلواغې د مياشتې ٢٠:
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل تېره شپه د لغمان د ملي امنیت منسوبینو د ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې د مرکز اړوند د کله کوټ په سیمه کې  د پرسونل ضد ۵۴ماینونه چې په یوه پټ ځای کې د ورانکارو مخالفينو له لوري خوندي شوي و کشف او نیولي دي.
ځواک وويل: دغه ماینونه چې د سولې او وطن د دښمنانو له لوري په یاده سیمه کې خوندي شوي و، غوښتل یې چې مرکز مهترلام او نورو ولسوالیو ته یې انتقال او په تروریستي کړنو کې ترې ګټه پورته کړي، چې د ملي امنیت د منسوبینو له خوا پرې له یوې دقیقې اطلاع وروسته عملیات تر سره شول. البته په تور یې تر دې دمه څوک نه دي نیول شوي.
دغه رازد قرغیو ولسوالۍ د کاکڅ په فرمانخیلو سیمه کې دوه بوشکه یي ماینونه چې د مخالفینو له خوا پټ شوي وو او غوښتل یې چې په یاده سیمه کې د کابل جلال اباد لویه لاره پرې تخریب او خلکو ته په کې مرګ ژوبله واړوي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا کشف او وروسته شنډ کړى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته