امنیت

پوليسو د دوو تنو د ترور عاملين ونيول

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د يوه پوليس او دبهرنيو ځواکونو د يوه ژباړونکي د ترور عاملين نن په کندز ولايت کې ونيول شول.
د کندزولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني باختر آژانس ته وويل :  څه موده مخکې دريو تنو دبګرام په هوايي ډګر کې يو پوليس  او دبهرنيو ځواکونو په  ژباړونکي  په ډزو سره شهيدان کړې وو   چې دامنيتي مسوولينو له خوا دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ دجنګل باشي  په کلي کې ونيول شول  .
خبرځاى زياته کړه  له نيول شويو کسانو څخه  درې کلاشينکوفونه  او يوه تومانچه هم  ترلاسه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته