خبرونهټولنه

په بغلان کې لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي

کابل، د وږي٢٤مه، باختر
د بغلان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په مرکزي بغلان کې د دوو شبکو په جوړولو سره لسګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي.
د بغلان د کليو، بيا رغونې او پراختیا رییس مولوي عبدالواحد عبيده باختراژانس ته وويل چې د دغې پروژې د تطبيق لپاره د اکتيد موسسه څه د پاسه درې ميليونه افغانۍ لګوي.
هغه وويل د دغې پروژې په ګتې اخيستنې سره لسګونو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرېږي.
د یو بل خبر له مخې؛ د سره صليب نړيواله کميټه د لوګر او فراه ولايتونو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو د تامينولو لپاره د سون توکو مرسته کوي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا