امنیت

د کابل په ختیځ کې د طالبانوپرمرکزونو د پوځيانو په بریدونوکې شل طالبان ووژل شول

کابل / د زمري ۵ / باختر
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل په ختیځ سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو پرمرکزونو بریدونه وکړل.
په لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي دي چې په دغو بریدونو کې ۲۰ طالبان ووژل شول.
دغه راز د پېښې یوشمېرشاهدان وايي چې پوځیانو د خپلوعملیاتو په پایله کې ۶ تنه د طالبانو په ډله کې د غړیتوب په اړوند له ځان سره بیولي دي.
د ملي امنیت د صفریک قطعې یوې سرچېنې باخترآژانس ته وویل : په دغو پوځي عملیاتوکې د ۲۰ طالبانو وژل کېدل تایید کړل او دغه راز ویې ویل چې پوځيانو۶ طالبان یې په دې ډله کې د غړیتوب په اړوند ونیول.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه عملیات د تېرې شپې په نیمايي کې د سروبي ولسوالۍ په تیزي کلي کې هغه ځای چې پکې د طالبانو څو مرکزونه موقعیت لري ترسره شول.
تیزین یوه غرنۍ سیمه ده او په وروستیوکلونوکې د وسله والوطالبانود شتون اوفعالیت ډګرو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته