امنیت

د شپږوتنو تورنو کسانو محاکمه جوړه شوه

پلخمرى – باختر د مرغومې دريمه :
د شپږو تنو علني محاکمه چې د وژنې ، غلا ، زنا او شوکماري تور پرې لګول شوى، پرون د بغلان ولايت د استيناف محکمې له خوا جوړه شوه.
د بغلان ولايت د استيناف محکمې د خپرونو مسوول عبدالخليل باختر آژانس ته وويل: ددغې قضايي او علني محاکمې په پاى کې دوه تنه چې په وژنې تورن وو؛ په څوارلس او دولس کاله تنفيذي بند، دوه تنه نور چې په غلا تورن وو؛ په پنځه پنځه کاله بند او دوه تنه نور چې د شوکماري او زنا تور پرې لګول شوي وو؛ هريو په دوه دوه کاله تنفيذي بند محکوم شول.
ده زياته کړه: د محکمې حکم وروستي نه دى او د تورنو کسانو د غوښتنې حق خوندي دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته