امنیت

تازه: په کابل کې دوه چاودنې وشوې

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٥  :
څو شيبې مخکې د کابل ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې د دوو چاودنو  غږونه واوريدل شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې : 
څو شيبې مخکې د کابل ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې د دوو چاودنو غږونه واوريدل شول.
تر اوسه پورې پوليسو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.  خو  په مجازي فضا کې  خبر ورکړ شوى دى چې دغه چاودنې د ملي دفاع وزارت ته څېرمه شوې دي.
که چيرې دغه خبرونه سم وي؛ دغه چاودنې ټيک هغه وخت شوي دي چې د دغه وزارت منسوبين د رخصتيدو په حال کې وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته