ټولنه

په بغلان کې له يوشمير معلولينو او معيوبينو سره مرسته وشوه .

-کابل باختر د وري نولسمه :
په بغلان ولايت کې پرون لهيوشمير معلولينو او معيوبينو سره دخوراکي توکو او دلګښتي مالونو مرسته وشوه .
دبغلان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس محمد نصير کهزاد  دباختراژانس خبريال ته وويل: دملګروملتودسازمان داستوګنې برخې ددغه ولايت په څلويښتو تنو معلولينو او معيوبينو له طبيعي پيښو سره دمبارزې درياست تر نظر لاندې  نهه ويشت قلمه خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل .
يوه اړونده خبرځاى وويل  :په هرې معلولې  اومعيوبې کورنۍ نهه ويشت  قلمه دغه توکي ويشل شوي دي .
ويل کيږي چې ددغه بنسټ له خوا دتوکو دويش  بهير په راتلوونکي کې هم  دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته