ټولنه

دتخار ولايت دينګي قلعه ولسوالۍ په بازار کې اور لګيدنه

کابل باختر د چنګاښ شلمه :
دتخار ولايت دينګي قلعه ولسوالۍ بازار نن دپراخې اورلګيدنې ډګر و .
دغه اور نن سهار په ښکاره په يوه پلورنځي کې دګازو ديوه ډبي له چاودنې وروسته ولګيد  او څه ناڅه پنځه پلورنځي  يې ونيول .
دتخار ولايت  دپوليسو يوه مقام باختراژانس  ته خبرورکړ  چې په دې اور لګيدنه کې څه ناڅه پنځه پلورنځي  سوځيدلي دي .
ده وويل چې په دې اور لګيدنه کې دپلورنځيو خاوندانو ته د سلګونو مليونو افغانيو تاوان اوښتى دى .
دتخار له ولايت څخه دباختراژانس خبريال  خبر راکړ چې دغه اور له پنځو ساعتو وروسته نن له غرمې مخکې دلسو بجو په شاوخوا کې ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته