خبرونهټولنه

په جوزجان کې ۸ کلنه دښمني له منځه یوړل شوه

کابل، د مرغومې ۱۸ مه، باختر

د جوزجان د سرحدونو قومونو او د قبایلو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د شبرغان په چهارجفت کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸ کلنه دښمني د اسلامي امارت او قومومي مشرانو په منځګړیتوب له منځه وړل شوې ده.

د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلوچارو رییس مولوي غلام نبي صمیم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه ۸ کالنه دښمني د اسلامي امارت او قومي مشرانو په منځګړیتوب د یوې جرګې په ترڅ کې  په دوستۍ بدله شوې ده.

په ورته وخت کې هغه کورنۍ چې د دې جرګې په ترسره کولو سره یې خپله ۸ کلنه دښمني پای ته رسولې خوښ دي او په آرامه فضاء کې ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته