
کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر
د بغلان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست د غیردولتي مؤسسو په مرسته دې ولایت کې نږدې ۳۰۰ کسانو ته د ۹ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده.
د بغلان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست ویاند نصیراحمدطاهري د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه ریاست په خپلو هڅو ۲۹۰ کسانو ته چې د بې وزلۍ سره مخ وو د کار زمینه برابره کړې ده.
طاهري زیاته کړه، چې هغو ۲۹۰ تنو کارګرانو ته چې د یوې میاشتې لپاره یې په بغلان کې د جنغارق او اجمیر کانالونو د بیارغونې په برخه کې کار کړی، د خوړو نړیوال پروګرام په مالى مرسته هر ګارګر ته ۸۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې او ۸ میاشتې به نور هم دوام وکړي.
اندړوال\لمر