امنیت

په چخانسور کې دهندوانو حاصلات په سلو کې ديرش زيات شوي دي .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
په روان کال کې دتيرکال په نسبت دنيمروز ولايت په چخانسور ولسوالۍ کې دهندوانو حاصلات په سلو کې ديرش زيات شوي دي .
تيرکال دچخانسور ولسوالۍ دبزګرانو  دهندوانو حاصلات اته سوه ټنه و په داسې حال کې چې ترلاسه شوي ارقام ښيي چې سږ کال دغه اندازه يو زرو دوه سوه ټنو ته رسيږي چې په سلوکې ديرش زياتوالى ښيي .
دنيمروز ولايت دچخانسور  ولسوال اقا محمد  دباختراژانس خبريال ته وويل چې په ورځ کې دچخانسور  يو زرو دوه ټنه هندوانې ګاونډيو ولايتونو ، کابل او هرات ته ليږدول کيږي .
ده وويل تيرکال اته سوه ټنه هندوانې ولايتونو ته صادرې شوې وې   چې دغه اندازه دتيرکال په نسبت په سلوکې  ديرش زياتوالى ښيي.
يوه اړونده خبرځاى وويل که چيرې هرکال دروان کال په شان دژمي په وروستيو وختو کې دچخانسور  په سيند کې اوبه وبهيږي  کرکيله  زياتيرږي  او ددغې ولسوالۍ دخلکو اقتصادي ستونزه به  لرې شي .
ديادونې  وړ ده چې دچخانسور  دسيند اوبه په ژمي  کې د اورښتونو او دسيلاونو په راوتلو پورې اړه لري او له ګاونډيو ولايتونو څخه راوځي چې په ځينوکلونوکې داورښت او دسيلاونو دکمښت په نسبت ځمکې شاړې پاتې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته