ټولنه

په ارغنداب کې د يوې پروژې د بنسټ ډبره کښېښودل شوه او بله ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

ـقندهار باخترد زمري د میاشتې ۳۱مه
د قندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پنځه څلوېښت ميليونو افغانيو په لګښت د نهر روضې د کانال چارې پیل او د زراعتي چرګانو څلور فارمونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. 
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب د ارغنداب ولسوالۍ د امنيتي وضعيت او د اداري چارو د ارزونې په موخه دغې ولسوالۍ ته سفر وکړ چې په ترڅ کې يې يو شمېر ټولګټې پروژې هم پرانيستلې.
مرستيال والي وویل چې ارغنداب ولسوالي یو له امنو ولسوالیو څخه ده چې په تیرو کلونو کې په کې د خلګو د همکارۍ په مټ په بیلابیلو انکشافي برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي بیا په خپلو خبروکې وویل چي د ښې حکومتدارۍ لپاره یې له قومي مشرانو او خلګو سره په ګډه د ښو خدماتو د وړاندې کولو لپاره هڅې کړې دي.
د زیاته کړه چې د ولسي خلکو په همکارۍ دا مهال د ارغنداب ولسوالۍ امنیتي حالت ډیر ښه دی او داسې سيمه نشته چې ترهګرو په کې نفوذ کړی وي.
د ارغنداب ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي عبدالاحمد اکا هم د دولت خدمات د پام وړ وبلل خو زیاته یې کړه چې دغه کارونه بسنه نه کوي او لا نور کار ته ضرورت شته.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته