
کابل، د لېندۍ ۸مه، باختر
د بغلان سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت ځانګړو ځواکونو د اندرابو په دهصلاح ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۲ توغندي، ۴ میله کلاشینکوف، ۱ مارکول او نور مهمات ترلاسه کړي دي.
د بغلان ولایت مقام د دفتر ریس مولوي لعل جان راشد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه وسلې له یو بڼ څخه چې د ساتلو په موخه خاورو لاندې کړې وې، چې د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ تر لاسه شوې، خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې استخباراتو ریاست د دغه ولایت په دوشي، خنجان او مرکز پلخمري کې هم وسلې او نور مهمات ترلاسه کړي وو.
د یو بل خبر له مخې؛ د ننګرهار امنيې د قومندانۍ ځواکونو د دغه ولایت د مرکز جلال آباد ښار په ۳ امنیتي حوزه کې ۴ تنه د ۴۰ لېټره الکولي مشروباتو سره يو ځای نیول شوي دي.
اندړوال، لمر