فرهنګ

په زابل کې د ژوناليستانو د امنيت د خونديتوب په موخه کمېټه جوړيږي

قلات باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۳ مه
په زابل ولايت کې د رسنيو او ژوناليستانو د مصؤنیت او امنيت  د خونديتوب په موخه کمېټه جوړيږي.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو، د زابل والي بسم الله افغانمل وویل چې ژورنالیستان او رسنۍ باید خپلواک، ملی ګټو ته ژمن، بې طرفه او د ژورنالیزم د اصولو پابند واوسي.
افغانمل زیاته کړه چې د زابل ولایتي اداره د رسنیو او ژورنالیستانو د امنیت او مصؤنیت په برخه کې ځان مسؤل ګڼې او د هغوی سره د هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو ده.
د ده د څرګندونو له مخې، په نږدې څو ورځو کې به د رسنيو او ژوناليستانو د خونديتوب په موخه يوه کمېټه جوړه کړي چې له مخې به يې تر ډېره بريده هغه ستونزې حل شي چې اوس ورسره مخامخ دي.
افغانمل ډاډ ورکړ چی په نژدې ورځو کی به د ملکی او نظامی ادارو د اطلاعاتو ګډ مرکز جوړ کړي چې د دغه مرکز له لارې به ژورنالیستان پر وخت معلوماتو ته لاس رسی ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته