کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د قندهار ولايت په مربوطاتوکې نن د امنيتي ځواکونو په عمليات کې يوسلو اوياکيلوګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات دملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت دمنسوبينو په ګډې همکارۍ سره دقندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې شپږ ديرش ماينونه کشف او شنډ کړاى شول .
د يوبل خبر له مخې: دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو د منسوبينو دګزمې په بهيرکې پنځه ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ