– فيض آباد/ باختر د ثور ١٤:
د کوماندو ځواکونو د طالبانو له ډلې څخه د بدخشان ولايت د زيباک ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره ځانګړي عمليات پيل کړي دي .
د زيباک ولسوالۍ څه ناڅه اته ورځې مخکې د طالبانو له خوا ونيول شوه .
دغه عمليات د کوماندو ځواکونو د قوماندان جنرال جلال يفتلي په مشرۍ د زيباک ولسوالۍ له شمال څخه پيل شوي او تر اوسه دوام لري .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د کوماندو ځواکونه د نورو پوځيانو په همکارۍ په دې بريالي شوي دي چې له طالبانوڅخه څو سنګرونه ونيسي .
د بدخشان ولايت د رسنيو دفتر وايي چې د کوماندو ځواکونو د نورو پوځيانو ترڅنګ بريالي شوي دي چې د زيباک ولسوالۍ ځينې سيمې له طالبانو څخه بېرته ونيسي.
ده وويل: د زيباک ولسوالۍ له شمال څخه د دغې ولسوالۍ د بازار په لور د پوځيانو پرمختګ دوام لري.
له بله پلوه ويل کيږي چې هوايي ځواکونو د ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ په خاطر په زيباک ولسوالۍ کې د طالبانو په څو سنګرونو بريدونه کړي دي .
له طالبانو څخه د زيباک ولسوالۍ د بېرته نيولو په عملياتوکې ډار اچوونکو ته د سر زيان اوښتى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
0 1 دقیقه لوستل