امنیت

دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې ٣٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي  لسمه :
دهيواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو دځواکونو چاڼيز عمليات دوام لري او په ډيره نوې پرمختيا کې ٣٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ ، دغه عمليات دملي اردو دځواکونو په مشرۍ دهيواد په بيلابيلو سيموکې دډار اچوونکو دځپلو په مقصد دوام لري .
په دغو عملياتو کې چې دپکتيکا ولايت دګوملې اوګياني ، دقندهار ولايت دنيش او شاه ولي کوټ او دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې او دچاريکارو اوباميانو دلويو لارو په اوږدو کې ترسره شول. ٣٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ٤٩ تنه ټپيان او څلور تنه نور يې د تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي  تجهيزات په عملياتو کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې، دملي اردو دوه تنه سرتيري  په داسې حال کې چې  دډار اچوونکودځپلو لپاره يې مبارزه کوله په واټ کې دښخ کړى شوى ماين دچاودنې له امله شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت ددغو سرتيرو شهادت تاييد کړ خو دپيښې  ځاى يې مشخص کړى نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته