امنیت

د يو قوماندان په ګډون دولس تنه وسله وال يرغلګر په لوګرکې ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٥
په لوګر ولايت کې د طالبانو د ډلې د يو جګپوړى قوماندان په ګډون ١٢ تنه وسله وال طالبان د ناټو ځواکونو د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
په دغو يرغلګرو د تيرې شپې د دولسو بجو په شاوخوا د لوګر ولايت په مرکز پل علم پورې اړوند د الوزو او بابوسو په کليوکې د دوى په پټنځاى بريد وشو.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر ورا اندرابي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې هوايي بريدکې د طالبانو د جګپوړى قوماندان ملا عبدالواحد په ګډون ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: طالبان په خپل پټنځي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د بې پيلوټه الوتکو له خوا پرې بريد وشو.
په دغه بريدکې په وژل شوي قوماندان ملا عبدالواحد د لوګر په ځينو سيموکې د خونړيو پيښو د سازمان ورکولو تور لګول شوى و .
د دغه قوماندان افرادو په لوګرکې د ماينونو په ښخولو، ځانمرګو او راکټي بريدونو لاس پورې کول.
تر اوسه پورې طالبانو په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته