
کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر
د بغلان د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کوکچنار او منګلو سیمو کې ۲۰ کیلومتره سړک د جغل اچونې چارې پیل شوې دي.
د بغلان د ټولګټو چارو رییس ملا عباس آخند د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د منګلو او کوکچنار سیمو د نښلېدونکي سړک د جغل اچونې چارې د ټولګټو چارو ریاست په مالي مرسته پیل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جغل اچونې چارې به په راتلونکې اوونۍ کې بشپړې شي.
اندړوال\ص