ورزش

د فوټبال د استقلال ساحلي ټيم په سباوون ټيم بريالى شو

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
په کابل کې دساحلي فوټبال د سياليو په دوام نن له غرمې مخکې دوه لوبې وشوې.
دهيواد د فوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ سيالۍ کې د سنايي او استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه د يوې په مقابل کې په دوو سره د استقلال ټيم په ګته پاى ته ورسيده او په بله لوبه کې د سباوون ټيم د څلورو په مقابل کې په شپږو سره دچهاردهي په ټيم بريالى شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ پرون د هوايد د فوټبال په فدراسيون کې پيل شوې.
د دانش دڅرګندونو له مخې: د هيواد د ساحلي فوټبال کميته په پام کې لري چې په راتلوونکى کال کې دغه نوې ورزشي څانګه د هيواد په اوو لومړۍ درجه ولايتونو کې ترويج کړي .
ديوبل خبرله مخې: له څوارلس کلنى څخه ښکته د فوټبال سياليو نن سهار په دوو لوبو سره په کابل کې دوام وکړ.
دهيواد دفوټبال فدراسيون مطبوعاتي مسوول مرتضى دانش باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د سباوون ټيم بريالى شو او په بله لوبه کې دکابل کلپ ټيم دصفر په مقابل کې په څلورو سره د آرمان ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دوه ديرشو ټيمونو ترمنځ دکابل په ورزشي لوبغالى کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته