روغتیا

۶۶ قلمه تاریخ تیره حیوانی درمل وسوځول شول

کابل باختر د لړم د مياشتې ٣ مه
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د څارویو د روغتیا عمومي ریاست ګرځنده هیئتونو له خوا  د کابل ښار  له اړوندو  ځایونو څخه دڅارويواوبوټو۶۶ قلمه تيرتاریخ درمل را ټول او وسوځول شول.
باخترآژانس ته په رسيدلي خبرکې ويل شوي دي
دغه تير تاریخ او بې کیفیته  حیواني او نباتي درمل   د کرنې،او اوبو لګولو وزارت  د مسؤلینو له خوا د څیړنې په ترڅ کې  د کابل ښار  له یو شمیر درملتونونو او د څاریوو او نباتي درمل پلورنکو شرکتونو څخه راټول  شوي وو، چې  مالي ارزښت یې  شاوخوا درې سوه زرو افغانیو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده، چې پخوا له دې هم  د کرنې او اوبولګولووزارت د ګرځنده ټیم د څیړنې په ترڅ کې، د هېواد په لویو ښارونو کې تيرتاریخ  حیواني او نباتي درمل، تير تاریخ غوښه او هګي   پیژندل شوي او وروسته  د هیئت په شتون له منځه وړل شوي دي.  دکرنې او اوبولګولووزارت هوډ لري، چې د تير تاریخ او بی کیفیته  درملو د پلورنې د مخنیوي  په موخه  حیوانی اونباتی درملتونونه په دومداراه توګه تر څیړنې لاندې ونیسي او له قانون ماتونکو سره  جدی کړنه تر سره کړي. حتم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته