نړۍ

په چين کې دپروني زلزلې دځاني تلفاتو شمير څه ناڅه اتياتنو ته ورسيد

بيجنګ ډيلي تايمز  دوږي دمياشتې ١٨ :
دچين په جنوب لويديځ  کې دزلزلې ديولړټکانونو له امله څه ناڅه اتياتنه ووژل شول او څه دپاسه اته سوه تنه ټپيان شول.
دغه زلزله پرون دچين په يانن ولايت کې وشوه  چې په ځاني تلفاتو برسيره څه ناڅه شل زره کورونه ويجاړشول .
دچين دزلزلې  پيژندنې مرکز ويلي دي  چې يوه له دغې زلزلې  څخه  دريکترپه مقياس  د٥ اعشاريه ٧  درجې په سختوالې وه  او څلور نورو  زلزلو ديانن سرحدي ولايت لړځولي دى  .
دغه راز  بله زلزله  دريکترپه مقياس د ٥ اعشاريه  ٦ درجوپه سختوالې دسيچوان ولايت  په لس کيلومتري ژورتيا کې احساس شوې ده  اودمتحده ايالاتو دزلزلې پيژندنې مرکز ويلي دي  چې له دغې زلزلې وروسته څونورې زلزلې هم شوي دي  چې له امله يې خلک  له خپلو کورونو څخه واټونو ته راووتل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته