امنیت

اته شپيته تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ څوارلسمه :
د خوست ولايت په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات   د تروريستانود ځپلو په موخه د هوايي او توپچې قوتونو په ملاتړ دخوست ولايت د موسى خيلو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يي ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او د دغې شبکې ٢٣ تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې د تروريستانو درې تنه قوماندانان چې د خوست ولايت په مربوطاتوکې په زياترو تروريستي او ورانکارو عملونو او نا امنيو کې فعال رول درلود؛ ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته