امنیت

طالبانوپه فراه کې يوه ښځه و وژله .

کابل باختر د زمري درې ويشتمه :
وسله  والو طالبانو يوه ځوانه ښځه پرون د فراه ولايت په بالابلوک  ولسوالۍ کې په ډزو سره  و وژله .
د فراه ولايت يوه امنيتي مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي  باخترآژانس ته وويل :  تر اوسه معلومه نه  ده چې دغه ښځه په کوم جرم دطالبانو له خوا په ډزو سره  وژل شوې ده او پوليسو د دغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته