سیاست

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي دروسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیتیسکي کتل.

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٦
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي نن مازدیګر په کابل کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر مانتیتیسکي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دپخواني جمهور رئیس حامد کرزي مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د روسیې سفیر په مسکو کې د سیمې د هېوادونو په ګډون د هغې غونډې معلومات حامد کرزي ته وړاندې کړل کومه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره جوړه شوې وه.
حامد کرزي په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روسیې د ابتکار ملاتړ وکړ او هغه یې وستایه. همدارنګه د هېواد پخواني جمهور رئیس د افغانستان د ستونزې د حل لار د سولې بین الافغاني خبرې وبللې او جنګ او د وسلو استعمال یې د افغانانو په زیان وباله.
حامد کرزي هیله وښوده چې مسکو په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته