فرهنګ

د ډاډکيرنې پيغام

کابل – باختر د کب د مياشتې ٢٩
د هېواد د مشهور هنرمند عبدالحکيم اطرافي د مړينې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د تياتر د هنر مشهور او محبوب هنرمند عبدالحکيم اطرافي د دوه اتيا کلنى په عمر په نوي زيلاندکې د مهاجرت په ټاټوبي کې وفات شوى دى .
اطرافي د هېواد يو مشهور هنرمند و چې نمايشنامې يې په ټولنيزو ناخوالو متمرکزې وې. دى په رغنده انتقادو او په هنر باندې په بشپړې واکمنۍ سره غوره هنرمند و، د ده مړينه يوه ضايعه ده.
د خپلې ژورې خواشينۍ او د ډاډ ګيرنې مراتب د اروښاد کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او د هېواد ټولو هنرمندانو ته وړاندې کوم او د الله (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته