ټولنه

په بغلان کې په يوې ښوونکي جنسي تيري وشو .

په بغلان  کې په يوې ښوونکي  له تښتولو وروسته دڅلورو تنو ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا جنسي تيرۍ وشو .

  درارسيدلو خبرونو له مخې،  دغه ښوونکي د پنجشنبې  دورځې دمازيګر په دريو بجو کله  يې چې غوښتل  له ښوونځي څخه دمرکزي بغلان د پوزه ايشان په سيمه کې  خپل کورته لاړه شي دڅلورو  تنو وسله والو کسانو له خوا په يوه موټر کې وتښتول شوه او جنسي تيرۍ ورباندې وشو .

 دا ښځه دمرکزي بغلان  دپوزه ايشان دسيمې د يوښوونځي ښوونکي ده .

 دمرکزي بغلان دولسوالۍ دپوليسو  قوماندان  محمد کمين دباختر له اطلاعاتي اژانس  سره په اړيکوکې دغه پيښه تاييد کړه او ووي ويل   دغه افراد دپوليسو له خوا پيژندل شوي او دنيولو لپاره يې هلې ځلې پيل شوي دي .

 د مرکزي بغلان دولسوالۍ دپوليسو قوماندان وايي   هغوى له تښتولو  څخه پنځه ساعته وروسته دغه  ښځه په داسې حال کې چې بي هوښه وه ددغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې  موندلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته