کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
دداعش په ډلې پورې اړوند دسينا ولايت په نامه دډلې ٢٥ تنه غړي تروريستان په مصر کې ووژل شول .
دالخميس ورځپاڼې دخپر له مخې دمصر دوسله والو ځواکونو رسمي وياند وويل چې دغه تروريستان دالعريش ، الشيخ زويد او درفح په سيمو او دسينا په ځينو غرنيو سيموکې وژل شوي دي .
دمصر داردو يوه افسر ډګروال محمد سمير وويل چې دتروريستانو دپلټنې لپاره په سينا دښته کې داردو او دپوليسو دځواکونو د عملياتو په نهمه ورځ ٣٥ تنه نور ونيو ل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ