ټولنه

په کاپيسا کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څوارلس تنه ټپيان شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١١
په کاپيسا ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله څوارلس تنه ټپيان شول.
دکاپيسا ولايت د لومړۍ برخې ولسوال عبدالفتاح شفق د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېرماښام د کوهستان د لومړۍ برخې د ملک بابه کجي په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې درې سراچه موټرونه ټکر وکړ.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغې پيښې له امله له دريو موټرو څخه ١٤ تنه سپرلۍ ټپيانې شوې.
د شفق د څرګندونو له مخې: ددغې پيښې په قربانيانوکې ښځې، نارينه او ماشومان شامل دي چې د کاپيسا ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي.
دکاپيسا ولايت د روغتون يوه مسوول وويل چې د دغې پيښې د څلورو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى .
شفق زياته کړه چې ددغې پيښې په  اړوند دوه چلوونکي چې د هغوى د بې احتياطي له امله دغه پيښه رامنځته شوې ده د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته