امنیت

طالب ماين ايښودونکي ووژل شول .

کابل باختر  د چنګاښ  شپاړسمه

  درې تنه ماين ايښودونکي طالبان په ميدان وردګو ولايت کې دناتو  دالوتکو په بريدکې ووژل شول .

  درارسيدلو خبرونو  له مخې په دې بريد کې ددې ډلې درې تنه نور ماين ايښودونکي ټپيان شوي دي .

 دغه ماين ايښودونکي تيره شپه دناتو په هوايي بريدکې هغه وخت  ووژل شول چې غوښتل يي دکابل _ قندهار دلارې دسيداباد ولسوالۍ په سيمه کې ماينونه ځاى پرځاى کړي .

 دسيد اباد ولسوالۍ مسوول ډاکتر فضل کريم باختر اژانس ته وويل په دغه هوايې بريدکې درې تنه ماين ايښودونکي ووژل شول او درې تنه نور يي ټپيان شول  خو ملکي وګړو  ته پکي زيان نه دي اوښتي .

 ديوبل خبر له مخې درې تنه وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت په چک  ولسوالۍ کې دافغان او ناتو ځواکونو په ګډو عملياتو کې ونيول شول .

  دغه درې طالبان تيره شپه هغه وخت چې په ورانکارو فعاليتونو بوخت و په اله خيلو او محمد يار خيلو سيمو کې له جنګې وسايلو سره يې نيول شوي دي .

 دچک ولسوال باختر اژانس ته وويل دغو کسانو تل ملکي وګړي وژل  او هغوي يي ربړول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته