امنیت

په کابل کې اووه تنه په چاودنه کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٢مه/ باختر
نن سهار شاوخوا ٧ بجې او ٢٠دقيقې په پنځلسمې ناحيې پورې اړوند په کور جوړولو قصبه کې چاودنه وشوه چې ٧ کسان يې ووژل.
امنيتي خبرځايونو دغه چاودنه (قسيم د تېلو ټانک) ته څېرمه چې له کورنيو چارو وزارت سره زيات واټن نلري؛ د ځانمرګي بريد زيږنده بولي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د ٧ تنو د وژل کېدو او د ٧ نورو د ټپي کېدو خبر تائيد کړ.
په پېښه کې څو نقليه وسايط له هغه جملې څخه دوه لنډکروزر موټرونه ويجاړ شوي دي.
رحيمي وايي چې د پېښې د تلفاتو د زياتوالي احتمال شته.
جزئيات وروسته خپرېږي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته