خبرونهټولنه

په بغلان کې څه د پاسه ۴۰۰ ښځو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوه

کابل، د لړم ۱۶مه، باختر

د بغلان ځایي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د آغاخان بنسټ له لوري د ۶ میاشتو لپاره  ۴۲۷ ښځینه او ۷۳ نارینه وو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې ده.

د بغلان د آغاخان بنسټ رييس خال محمد اميني باختر آژانس ته وويل، چې دغه کسانو ته د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۶ میاشتو موده کې د ګنډلو، چرمې ګنډلو، سواد زده کړې او د موټرسایکل د ترمیم په برخو کې زده کړې ورکول کېږي.

نوموړي دغه راز وویل، چې د دغه پروګرام په پای کې به یادو کسانو ته د ۷ زرو افغانیو په ارزښت  خوراکي توکي هم ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بغلان ولایت کې ۵۰۰ مېرمنو ته د حرفوي زده کړو یو پروګرام پلی شوی وو.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا