امنیت

داعش په جوزجان کې د نفوذ دپراختيا په حال کې ډله .

شبرغان  باختر د  مرغومي  نهمه :
دجوزجان دولايتي شورا يوه غړې ادعاکوي  چې  په دغه ولايت کې  دداعش دتروريستي ډلې شتون  مخ په زياتوالي دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دجوزجان دولايتي شورا يوې غړې  حليمې  صدف  په يوه غونډه کې ويلي دي  چې  په دغه ولايت کې دداعش دډلې فعاليتونه  مخ په زياتوالى دى  اودجوزجان ولايت د درز اب  او قوشتيپې  دولسواليو  په سلو کې نوي  خاوره  دحکومت  دنه پاملرنې له امله  دداعش  دډلې  لاس ته ورغلې ده  اودغه ډله دهرې ورځې په تيريدو سره دخپل نفوذ  ساحه پراخوي .
دجوزجان دولايتي شورا  دغې غړې  ويلي دي  چې دغه ډله په دغو ولسواليو کې ماشومان هم  خپلو ليکو ته  جذبوي .
دې زياته کړه چې په دغو ولسواليو کې کابو دوه اويا ښوونځي تړلې دي او اتلس  زره کورنى  له خپلو ټاټوبو او مينو څخه  وتلي دي .
صدف  دعملياتو نه ترسره کول  ددغې تروريستي ډلې  دزياتوالي اصلي عامل بولي او وايي څه دپاسه يو کال کيږي  چې په دغو سيمو کې  دعملياتو په باب  کومه  خبره  نشته .
  ميرمن صدف زياته کړه  چې په دغو  دواړو ولسواليو کې  څه ناڅه دوه زره تنه  داعشيان شته  چې په سلو کې  څلويښت يې  بهرني  اتباع دي .
دملي دفاع وزارت وياند جنرال  دولت وزيري  دجوزجان ولايت دقوشتيپې  او درز اب په ولسواليو کې دداعش دډلې شتون تاييدوي  خو دغه ادعا  چې  ګڼې  په جوزجان ولايت کې هيڅ راز  پوځي عمليات نه دي شوي  ، ردوي .
  ده  دباختراژانس  له خبريال سره په اړيکه کې وويل  چې  دداعش  دتروريستي ډلې  غړي  په دغو دوو  ولسواليو کې  شتون  او تحرکات لري . او دهغوى پرخلاف زموږ  شپني او هوايي عمليات دوام لري چې ګڼ شمير يې  له منځه وړل شوي دي .
وزيري زياته کړه  چې ددغې تروريستي ډلې دځپلو په موخه  دپراخو عملياتو پلان جوړ شوى دى اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې پيليږي .
په همدې حال کې  د افراطي ډلو يو ماهر  عقيده لري چې  دداعش  جګړه مارانوپه سوريه او عراق کې  له ماتې وروسته افغانستان او دشمالي افريقا هېوادونو ته  دتيښتې  لاره غوره کړې ده .
دافراطي ډلو  ماهر عمر برد دين ويلي دي چې په منځني ختيځ کې  دداعش په ماتې سره  هغوى  دې ته اړ شوي دي چې افغانستان ته وتښتي .
او ددغو تروريستانو هدف ځان ته  ديوه خوندي ځاى  جوړول دي .او هغوى افغانستان ځان ته هدف ټاکلې ده .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته