امنیت

څلور وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل /دمرغومي ١٩مه/ باختر
څلور وسله وال طالبان په نورستان کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه دډيورنډ کرښې ته څېرمه په يو کلي کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې د افغانستان د سرحدي ځواکونو د کاروان د لارې پر سر  ماين ښخ کړي.
د هېواد په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د پوځيانو په بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي. 
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان نوي له پاکستان څخه نورستان ته راغلي وو.
د يو بل خبرله مخې:
د نورستان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته