امنیت

په وټه پوره کې ديوتن بهرني په ګډون څلور تنه وسله وال کسان ونيول شول

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دملي اردو منسوبينو دکونړ ولايت دوټه پوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسولې اوثبات دټينګښت په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل  چې دڅلورو تنو ياغيانو دنيولو سبب شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دغه عمليات چې دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد دوټه پوري په و لسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې ديوبهرني تبعه په ګډون څلور تنه وسله وال مخالفين ونيول شول او ددښمن يو موټرسايکل هم ترلاسه شو.
ديو بل خبرله مخې  دملي اردو منسوبينو دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول  يو تن يې ټپي شو او له هغوى څخه يوه پيکا، يوه ايکم  مخابره، دوي سپکې وسلې او دولس ماينونه کشف او شنډکړى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته