ټولنه

دواورې ښوئيدنې له امله دوه تنه شهيدان شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
په بدخشان  ولايت کې د واورې د ښوئيدنې له امله دوه تنه شهيدان  او داستوګنې دوه کورونه ويجاړ شول.
د بدخشان ولايت له  پيښو سره د مبارزې  رئيس  سيدعبدالله  همايون  دهقان دباختر آژانس خبريال ته وويل ؛  دشغنان ولسوالۍ ددرمارخت په کلي کې  پرون دسيمې دوه تنه اوسيدونکي  چې په سړک کې  دتيريدو په حال کې وو ، تر واورو لاندې شول  او شهيدان شول  او داستوګنې دوه کورونه هم ويجاړل  شوي دي خو دکورونو اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پخوا هم په دغه ولايت کې  دواورې دښوئيدو له امله  ديرش تنه شهيدان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته