نړۍ

په کراچي کې دتاوتريخوالې له امله اووه تنه نور ووژل شول

کراچي ښار  باختر د  وږي   دولسمه
دپاکستان په کراچي ښار کې  د قصدي وژنو په دوام پرون  څه ناڅه اووه تنه نورووژل شول .
  ددي نيوز انترنشنل  د خبري سايت دخبر له مخې دغه  نوي وژنې  دکراچي ښار  په بيلابيلو سيمو کې شوي دي اودکراچي ښار دبيلابيلو سيمو  دپوليسو په مرکزونو کې  ددغومواردو  دثبت لپاره نوي دوسيې  پرانستل شوي دي .
  درارسيدلو خبرونو له مخې ، ددغو اوو تنو  په وژل کيدو  سربيره  څو تنه نور  ټپيان شوي دي  او دوسله والو کسانو يو موټر سايکل  دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
په وروستيو مياشتو کې په کراچي ښار کې تاوتريخوالې  او قصدي وژنو  زور اخستي دي  چې له امله يې  سلګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته