امنیت

يوولس تنه يرغلګر په فراه کې ووژل شول

  کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٦ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په فراه ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو  وسله والو طالبانو نن سهار کله چې دفراه ښار ته څيرمه په ډاراچوونکو
فعاليتونو بوخت وو ، بريد وشو.
دفراه و لايت   يو پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل   په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې  سرتيرو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په فراه ولايت کې دطالبانو د جنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپوګانې نن سهار دفراه ښار ته څيرمه کشف شوي دي.
د  فراه ولايت يو   پوځي خبرځاى وايي له دغو  ډيپوګانو څخه څو ميله   وسلې  ترلاسه  شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته