کابل / د وري٢١ مه / باختر
د هرات پوليسو دوه وسله وال مخالفين پرون په هرات کې ونيول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاده باختر آژانس ته وويل: دغه دوه کسان چې د بادغيس د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي دي؛ د دغه ولايت د پوليسو د يولړ ځانګړو عملياتو په بهيرکې د قندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په تور د هرات د ادرسکن ولسوالۍ له مربوطاتو څخه ونيول شول.
هغه زياته کړه: نيول شويو کسانو د دولت له وسله والو مخالفينو سره د اړيکو پر لرلو او د تروريستي فعاليتونو پر ترسره کولو اعتراف کړى دى.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ