کابل – باختر د مرغومي د مياشتې ٢٧
يو حرفوي شوکمار چې ويل کيږي د مسافرو د مالونو په لوټولو بوخت و دبغلان ولايت د پوليسو له خوا ونيول شو.
دغه سړى پرون ناوخته کله يې چې دلوټمارى نيت درلود د خنجانو ولسوالۍ
په لويه لاره کې ونيول شو.
پوليس وايي له دغه لوټمار څخه دوه ويشت بوشکې غوړي چې له يو تجارتي کاروان څخه يې لوټ کړي و دترلاسه کړى دي.
دا په داسې حال کې ده چې دخنجانو د ولسوالۍ اوسيدونکو او مسافرو ددغې ولسوالۍ په لويه لاره کې د غلا او شوکمارۍ له امله انديښنه لرله .
د بغلان دپوليسو ويندوى احمد جاويد بشارت باختر آژانس ته وويل :
چې په نيولى شوى سړى دمسافرو اود خنجانو د اوسيدونکو په ځورونې او
د لوټمارۍ د لسګونو پيښو تور لګول شوى دى .
په همدې حال کې دخنجانو اوسيدونکي وايي چې دغه شوکمار په رڼا ورځ وسله په لاس د مسافرينو موټرونه دروي او دهغوى د مالونو او پيسو په لوټولو لاس پورې کوي .
دبغلان دپوليسو ويندوى وايي له نيول شوي لوټمار څخه د هغه د احتمالى شريکانو دپيژندنې لپاره پوښتنې پيل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل