
کابل، د وږي ۱۹ مه، باختر
د بغلان امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په مرکز پلخمري کې یې ۹ تنه د غلا په تور نیولي دي.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر قاري عبدالغیور خادم وايي، چې یاد کسان هغه مهال نیول شوي چې یوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو او غوښتل یې توکي یې لوټ کړي.
خادم زیاتوي چې یادو نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوه میله کلاشینکوفونه هم ترې ترلاسه شوي دي.
دغه راز د بغلان ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني وویل، بغلان د نهو شمالي ولایتونو لویه لار ده، د دغه ولایت له لارې ډېر خلک تګ راتګ کوي او تر بل هر ځای باید ډاډمن امنیت ولري نو ځکه دغلته د وسله والو غلو او عامه نظم زیانمنونکو د نیولو هڅې چټکې دي.
د ده په وینا، د غلو یادې ډلې په نیول کېدو سره به امنیت لا ډاډمن شي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې خلک و ځوروي.