ټولنه

د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې رياست مسوولين: دمکروريانونوکاناليزاسيون د سلو زرو اپارتمانونو لپاره طرحه شوى دى

کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ٧
د کابل ښار د لومړى مکروريان يو شمېر اوسيدونکي د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې رياست په کړنو نيوکې کوي او په دغې ادارې د کمې پاملرنې تور لګوي.
دوى وايي چې د مکروريانونو کاناليزاسيون کله ناکله په نامعلومو دليلونو تړل کيږي او د دغو مکروريانونو د بلاکونو په ځينو برخوکې د باران اوبه هم راټوليږي. د لومړى مکروريان اوسيدونکي نويد باختر آژانس ته وويل چې تېرکال د مکروريانونو کاناليزاسيون څو ځلې بند شو چې کثافات يې د استوګنې په ساحو کې وبهيدل چې چاپيريال يې ککړ کړ چې دا په خپله د بلاکونو اوسيدونکو ته يو ګواښ دى.
ده زياته کړه: د مکروريانو د جوړولو او څارنې رياست د مرنجان غونډى داستوګنې د بلاکونو کثافات چې د کاناليزاسيون سيستم نه لري، د مکروريانونوله کاناليزاسيون سره نښلول شوى دى چې دا کار په دې شبکه کې د ستونزو د پيدا کيدو سبب شوى دى.
نويد زياته کړه: د مکروريانونو کاناليزاسيون د زمانې په تيريدو سره د خپل استهلاک دوره تېره کړې ده؛ د زياتو کثافاتو د ليږدونې ظرفيت نه لري او که چيرې په دې کاناليزاسيون کې کثافات له اټکل شوي ظرفيت څخه زيات شي؛ ښايي دغه سيستم له کاره ووځي او د کاناليزاسيون د چاودنې سبب شي.
د ده د څرګندونو له مخې: که چيرې دغه شان وشي؛ د ژوندانه د چاپيريال يو ناتار به له ځان سره ولري.
د مکروريانونو بل اوسيدونکى فهيم احمدي وايي چې د مکروريانونو د پمپ ستيشنونو له جوړيدو راپه دې خوا نږدې ٤٠ کاله تيريږي چې واټرپمپونو يې د خپل استهلاک دوره تېره کړې ده او که چيرې په دې کاناليزاسيون کې دکثافاتو ظرفيت زيات شي، ښايي واټرپمپونه له کاره ولويږي.
خو د مکروريانونو دغه اوسيدونکى وايي چې په کاناليزاسيون کې د نواقصو له پيدا کيدو سره سم د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې د ادارې کارکوونکو له ډيل پرته د هغو په له منځه وړلو لاس پورې کړى دى .
د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې رياست مرستيال د مکروريانونو د دغه کاناليزاسيون بنديدل نه ردوي، خو جدي يې نه بولي او وايي: کله چې دغه کاناليزاسيون بند شوى دى، له ډيل او ځنډ پرته يې په بيا پرانستلو لاس پورې کړى دى.
د مکروريانونو د جوړولو او څارنې د رياست فني مرستيال انجنير محمد اسحق يادګارى وايي چې د تېرکال په بهيرکې د مکروريانونو کاناليزاسيون يوازې يوځل د خلکو د نه پاملرنې په دليل بند شوى و چې موږ په سملاسي ډول له ډيل او ځنډ پرته اقدام وکړ او د انديښنې وړ نه دى.
يادګاري د مکروريانونو د اوسيدونکو انديښنو ته په اشارې سره وويل چې د مکروريانونو کاناليزاسيون د ١٠٠زرو اپارتمانونو لپاره طرحه شوى دى چې همدا اوس يوازې ١٠ زره اپارتمانونه ورڅخه ګټه اخلي.
د دغې ادارې مرستيال وايي: د مکروريانونو ځينې اوسيدوونکي د نظافت او له تشنابونو څخه د استفادې په برخه کې کمه پاملرنه کوي او ډبرې، لوټې او په زيات حجم سره نور شيان په توالتونوکې اچوي چې کله ناکله د شبکې د بنديدو سبب کيږي.
دى له دغو اوسيدونکو څخه غواړي چې د اپارتمانونو د ساتنې او څارنې په برخه کې دې له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته